تکفير کول د چا حق دے؟

MV7c4e

تکفير کول د چا حق دے؟

د يو شک ازاله کول ډير ضروري دي۔ “مونږ چي د دي مضمون مخکي چي د تکفير په رد کښ سه هم بيان کړي دي د دي مطلب دا نه دے چي په اسلام کښ تکفير کول بالکل ممنوع او حرام دي ځکه چي شرعي طور باندي داسي اقوال او اعمال موجود دی چي د هغي مرتکب د اسلام نه خارج کيږي۔ د تکفير په موضوع باندي د ګفتګو اصل مقصد او وجه دا ده چي بعض جاهله او د دين د اساسات نه نا بلده خلک په کوڅو او بازارونو کښ د کفر او شرک فتوي لګيي او د مسلمانانو عزت ،جان او مال ته حلال وائي۔ دي خلکو ته تنبيه کول زمونږ مقصود دي۔ په دي قضيه باندي داسي ځان پوهه کړي چي په يو کور کښ د بجلي وائرنګ شوے وي بجلي باندي چليدلو والا سامان خپل خپل کار کړي او يکدم سرکټ وسوسيګي نو ټول کور کښ تياره شي۔ وس کتل دا دي چي د دي سرکټ د خرابي په وجه نه د ټول کور وائرنګ خراب شو اوکه نه سه وائرنګ محفوظ دے نو د دي فيصله به سوک کړي؟ د چا خبره به معتبر وي؟ ؟ ؟

نو دا فيصله به د بجلي ماهرکړي؟ او که هغه کس چي هغه ته د بجلي باره کښ پته هم نه وي؟؟ لازمي خبره ده چي دا فيصله به هغه کس کړي چي هغه د بجلي ماهر وي۔۔۔

هم دغه شان که يو کس د کبيره ګناه مرتکب وي نو هغه ته نصحت کول زمونږ ذمه داري ده خو په هغي باندي د کفر يا غير کفر فتوه لګول زمونږ کار نه دے۔

ليکن د بده قسمته زمونږ خلک د استخراجي منطق نه کار اخلي مثال په طور باندي:

يونانيانو په تور رنګ ميخه وليدله نو دا دعوه يي وکړه چي دنيا کښ ټولي ميخي په تور رنګ دي نو دا استخراجي چلن نن سبا د حکومت او د عوامو په باره کښ په شرعي چلن کښ شروع شوے دے۔

حالانکه د دي خبري قوي امکان موجود دے چي په دنيا کښ ټولي ميخي توري نه وي بکله د هغي نه لګ بدلي هم وي۔ او دا مونږ يي چي د دي منطق په وجه باندي د مسلمانانو تکفير کړو۔

تکفير کول د عوامو او د ابتدائي علم والا کار نه دے ځکه چي دا يو اجتهادي عمل دے چي په هغي کښ د اقوال او د اعمالو حيثيت لټول او بيا په قائل او فاعل کښ د هغي ثبوت کول او بيا د هغه ټولو شروط او موانعو جائزه اخستل چي د يو مسلمان نه د کفريه قول او فعل نه باوجود د کفر حکم ساقط کوي او ظاهره خبره ده چي دا کار به د اجتهاد په درجه باندي فائز مستند علماء او د قاضيانو يو جماعت کړي هر يو جاهل او د علم نه خلاص کس به يي نه کړي۔

هم دغه وجه ده چي اهل علم وائي:

چي کم کس سره مستند علم نه وي او بيا هم د تکفير فتوي لګوي نو عوام الناس له د داسي تکفيري خلکو سره ناسته حرام ده۔

لکه څنګه چي عبدالله بن عبدالعزيز بن جبرين رحمه الله فرمائي:

“(کما انہ یجب علی مسلم ان یجتنب مجالسۃ الذین یتکلمون فی مسئلۃ التکفیر و ھم ممن یحرم علیھم ذالک لقلۃ علمھم)”۔

“دغه شان يو مسلمان باندي واجب دي چي هغوي ده هغه خلکو سره ناسته نه کړي چه هغه خلک د تکفير په مسائلو باندي ګفتګو کړي حلانکه د کم علمي په وجه باندي په هغوي د تکفير په باره کښ خبري کول حرام دي۔

لهذا که يو کس د کفريه فعل يا عمل مرتکب وي نوپه هغه باندي د کفر يا د مرتد فتوه لګول زمونږ کار نه دے بلکه دا کار د علماء دے۔ لهذا د دي کار له پاره علماء سره رجوع کول پکار دي۔